Search

ازبیکستاني پولیسو له افغانستانه قاچاق کېدونکي نشه‌یي توکي نیولي

News image
21 وری 1405 - 10:54
کابل ټربیون - ازبیکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان له پولې دغه هېواد ته د ۱۹۱ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
راپور کې راغلي چې دغه نشه‌یي توکي افغانستان سره په پوله کې د سرخان دریا په سیمه کې په یوه بار وړونکي موټر کې چې قزاقستان ته په لار و، نیول شوي دي.
پلټنو ښودلې چې دا نشه‌یي توکي په موټر کې په بار دیګونو کې ځای پر ځای شوي وو.
ازبیکستاني چارواکو ویلي چې په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.