Search

د طالبانو د روغتیا وزارت له چین سره د روغتیايي متخصصانو د استولو په اړه خبرې کړي

News image
21 وری 1405 - 17:39

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت یو شمېر مسوولینو د چین له استازو سره د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا او افغانستان ته د چینایي متخصصانو د استولو په اړه خبرې کړې دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه متخصصان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د طبي همکاریو د پراختیا په موخه افغانستان ته راشي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د دودیز طب په برخه کې د علمي ظرفیتونو لوړول، د طبیعي پېښو مدیریت، د روغتیايي کارکوونکو د وړتیاوو پیاوړتیا او د دودیز طب د مرکزونو جوړول له مهمو بحثونو څخه وو.

همداراز ویل شوي، چې د طالبانو او چینایي پلاوي ترمنځ هوکړه شوې، څو د ساري ناروغیو د څار او مخنیوي لپاره چینایي متخصصان افغانستان ته راوبلل شي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد روغتیايي سیستم له جدي ستونزو سره مخ شوی او په بېلابېلو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.