په هرات ولایت کې ځايي سرچینو کابل ټربیون ته ویلي، چې د دې ولایت د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې نامعلومو وسلهوالو پر یو شمېر ملکي وګړو ډزې کړې دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په ورځ، ۲۱ حمل، د دهمیري په کلي کې
د هاشمي پُل ته څېرمه رامنځته شوې ده.
ویل کېږي، دا سیمه د تفریح لپاره مشهوره ده او ډېری خلک د چکر او
استراحت لپاره هلته تګ راتګ کوي.
سرچینې زیاتوي، چې ډزې د خلکو پر یوې راټولې شوې ډلې شوې دي او د
اوښتې مرګژوبلې کچه «د اندېښنې وړ» بلل شوې ده.
تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی، خو راپورونه
ښيي چې په دې پېښه کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو سیمهییزو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.