Search

طالبان: د هرات په انجیل کې پر مېله‌کوونکو د ډزو له امله ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

News image
21 وری 1405 - 19:43

طالبان: د هرات په انجیل کې پر مېله‌کوونکو د ډزو له امله ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې نن (جمعه) ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د قبرزون سیمې په یوه مېله‌ځای کې ناپېژانده موټر سایکل‌سپرو وسله‌والو پر خلکو ډزې کړې دي.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

قانع په دې اړه نور جزییات نه دي شریک کړي.

له دې وړاندې سرچینو ویلي ویلي ؤ، چې د دې ولایت د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې نامعلومو وسله‌والو پر یو شمېر ملکي وګړو ډزې کړې دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په ورځ، ۲۱ حمل، د دهمیري په کلي کې د هاشمي پُل ته څېرمه رامنځته شوې ده.

ویل کېږي، دا سیمه د تفریح لپاره مشهوره ده او ډېری خلک د چکر او استراحت لپاره هلته تګ راتګ کوي.