کابل ټربیون - د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وایي، د پکتیا په ډنډ پټان کې هېواد ته د وسلو د قاچاق مخه ونیول شوه.
خوارزمي لیکلي چې دغه وسلې تېره شپه د ډنډ پټان ولسوالۍ په قیمتي کلي کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوي او دې عملیاتو کې ۲۶ میله وسلې ترلاسه شوې دي.
هغه زیاته کړې چې دا وسلې هېواد ته په ناقانونه توګه را واردې شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.