د طالبان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ترکیه د سفارت له سرپرست سادین آیلدز سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه په وینا، په دې لیدنه کې د سیمهییزو بدلونونو او د اورمچي په ښار کې د ترسره شویو خبرو په اړه بحث شوی دی.
متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې مثبتې بللې او د ترکیې له لوري د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې یې ارزښتناکې یادې کړې دي.
نوموړي د پاکستان له لوري سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، چې تر دې دمه مثبت پرمختګ شوی او هیله یې ښودلې، چې تخنیکي او جزئي مسایل به د خبرو د بهیر خنډ نه شي.
په همدې حال کې، د ترکیې استازي ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.