د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د ناڅاپي سېلابونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه ویلي چې د سېلابونو اړوند پېښو کې ۹ تنه لا هم نادرکه دي.
راپورونه ښيي، چې د حمل له ۷مې راهیسې پیل شویو ورښتونو او سېلابونو د هېواد لږ تر لږه ۲۰ ولایتونه اغېزمن کړي او پراخ زیانونه یې اړولي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، له ۷ زرو څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي، چې ډېری یې په بشپړه توګه نړېدلي دي. همداراز شاوخوا ۱۸ زره او ۶۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې، چې د خلکو پر عایداتو یې سخت اغېز کړی دی.
چارواکي وایي، سلګونه کیلومتره سړکونه او د اوبو رسولو ګڼې شبکې هم زیانمنې شوې یا له منځه تللې دي، چې د مرستو رسولو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د معلوماتو له مخې په ټولیز ډول نږدې ۹ زره کورنۍ له دې طبیعي پېښو اغېزمنې شوې دي، چې ډېری یې نه یوازې خپل کورونه، بلکې د عاید سرچینې هم له لاسه ورکړي دي.
د سخت ځپل شوو سیمو اوسېدونکو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې او وایي، له سرپناه او لومړنیو اړتیاوو بېبرخې دي.
افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې له زیاتو خطرونو سره مخ هېواد دی، چې دا وضعیت د اقلیمي بدلون، بېوزلۍ او کمزوري بنسټیزو اسانتیاوو له امله لا پسې خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له پلوه ډېر زیانمن ګڼل کېږي او په کې د سختو اقلیمي پېښو تکرار زیات شوی دی.