طالبان وایي، چې په کندهار ولایت کې تېره ورځ یوه ماشوم یو کوچنی اوسپنیز توکی تېر کړی و، چې له امله یې روغتیايي وضعیت سخت خراب شوی و.
د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند نذیر شکیب نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه
پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د یاد ماشوم درملنه په کندهار کې ناشونې وه، نو ځکه
هغه د هوايي ځواک په مرسته په بېړني ډول کابل ته انتقال شوی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ماشوم پلار له هوايي ځواک غوښتنه کړې
وه، څو زوی یې د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.