Search

طالبانو په پنجشېر کې د زمردو د استخراج د جواز بیه کمه کړې ده

News image
23 وری 1405 - 16:38

د طالبان د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف‌الدین لټون رسنیو ته په استول شوې خبرپاټه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د زمردو د استخراج جواز بیه له ۹۰ زره افغانیو څخه ۲۵ زره افغانیو ته راکمه شوې ده.

لټون نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه ویلي، چې د دې پرېکړې له امله د زمردو کانونو د استخراج په برخه کې د کار زمینه هم پراخه شوې ده.

د هغه په وینا، دا مهال په پنجشېر کې د زمردو د استخراج شاوخوا ۵۰۰ شرکتونه فعال دي او نږدې ۱۵ زره کسان په دې سکتور کې پر کار بوخت دي.

پنجشېر د افغانستان له مهمو کان لرونکو ولایتونو څخه دی، چې د زمردو ترڅنګ پکې د بېلابېلو قیمتي ډبرو کانونه هم شته. دغه ولایت په وروستیو کلونو کې د کانونو د استخراج له پلوه د پام وړ اقتصادي ارزښت موندلی دی.