د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه په خپله ایکس
پاڼه لیکلي، چې دغه پړاو ۲۲.۳ کیلومتره اوږدوالی لري او له یوه خصوصي شرکت سره یې قرارداد شوی دی.
د هغه په وینا، په دې پروژه کې د
دوو لویو پلونو، ۱۷۴ پلګوټو، ۱۱۷۷ متره د ډبرو استنادي دېوالونو او ۱۹۹۰ متره
اوسپنیزو-کانکریټي ویالو جوړول شامل دي.
حقشناس زیاتوي، چې دا پروژه به د
قراردادي شرکت له لوري په ټاکلي وخت بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل–غزني لویې
لارې د دوهمې کرښې پروژه ټولټال ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري او دا مهال یې په بېلابېلو
برخو کې د جوړولو چارې روانې دي.