Search

طالبانو په کونړ کې د ۲۳ کیلو سپینو زرو د غلا په تور دوه کسان نیولي دي

News image
23 وری 1405 - 17:23

د طالبانو د کونړ ولایت امنیه قومندانۍ وایي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې دوه کسان د ۲۳ کیلوګرامه سپینو زرو د غلا په تور نیول شوي دي.

یادې قومندانۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د یکشنبې په ورځ د حمل په ۲۳مه د ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې هغه مهال ونیول شول، چې څو ورځې وړاندې یې د پغمان ولسوالۍ کې له یوه سوداګر څخه ۲۳ کیلوګرامه سپین زر غلا کړي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوي کسان له غلا شوو سپینو زرو سره لاس په لاس نیول شوي او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.