د اسحاق ډار ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلي، خو دواړو لورو ته یې ټینګار کړی چې باید د اوربند پر ژمنو عمل ته دوام ورکړي.
نوموړي په
یوه ویډيويي پیغام چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپور شوی دی ویلي : «اړینه ده چې اړخونه د اوربند ژمنې ته دوام ورکړي.» دا څرګندونې په
داسې حال کې شوې دي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس له اسلامآباد څخه د
خبرو له پای اعلان وروسته روان شوی دی.
ډار ویلي، چې پاکستان د پاکستان لومړي
وزیر شهباز شریف له خوا د بیړني اوربند د غوښتنې په ځواب کې د دواړو لورو له ګډون
او د سولې خبرو ته د حاضرېدو له امله مننه کوي.
هغه زیاته کړې، چې پاکستان د امریکا
او ایران ترمنځ د خبرو د تسهیل او منځګړیتوب په برخه کې مهم رول لوبولی او له دې
هڅو به لاس وانخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
ویلي، چې د عاصم منیر په ګډون د هېواد
لوړپوړو چارواکو له دواړو لورو سره د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د سختو او رغنده مذاکراتو څو
پړاوونه ترسره کړي دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دواړه
لوري به دایمي سولې او سیمهییزې سوکالۍ لپاره مثبت تعامل ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې، د امریکا مرستیال
ولسمشر جيډي ونس ویلي، چې له ۲۱ ساعتونو خبرو وروسته هم کومه هوکړه نه ده شوې او
دا حالت د ایران لپاره ډېر زیانمن دی.
هغه زیاته کړې، چې د امریکا دریځ
روښانه دی او تهران باید اټومي وسلې جوړولو ته د دوام له هڅو لاس واخلي.
ونس ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د خبرو پر مهال څو ځله اړیکه
نیولې او د مذاکراتو په جریان کې له ملي امنیتي ټیم سره په دوامداره تماس کې و.
هغه ټینګار کړی، چې واشنګټن خپل
شرطونه روښانه کړي، خو ایران یې نه دي منلي.
د راپور له مخې، د امریکا او ایران پلاوي تر دوه اوونیز اوربند وروسته
اسلامآباد ته د وروستیو خبرو لپاره تللي وو، خو خبرې له پایلې پرته پای ته ورسېدې.