په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د هرات ولایت د تېرې جمعې د پېښې په اړه د عاملینو د نیولو او د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې
په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي او د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یوناما د سرپرستې جورجېټ ګانیون په حواله ویل شوي، چې دغه پېښه باید
په جدي ډول وڅېړل شي او عاملین یې باید عدالت ته راکاږل شي.
هغې د قربانیانو له کورنیو سره
خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله کړې ده.
د طالبانو
ځايي چارواکو بیا ویلي ؤ، چې د پېښې په تړاو یې یو وسلوال کس نیولی، خو تر اوسه کومې ډلې د دې
برید مسوولیت نه دی منلی.