د طالبان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ټولنیزو ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د د طالبانو د مشر د ۱۷م نمبر فرمان د تطبیق په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوې ده.
یاد وزارت نن یکشنبه د حمل ۲۳مه په خبرپاڼه کې ویلي، چې
دغه غونډه د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې په مراسمو کې د هغو رواجونو د
مخنیوي لپاره جوړه شوې وه چې د دوی په وینا له شرعي اصولو سره په ټکر کې دي او پر
خلکو بېځایه اقتصادي فشارونه رامنځته کوي.
په غونډه کې د طالبانو د
بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د وزارت
مرستیالانو، رییسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
متقي په خپله وینا کې ویلي، چې ناسم
ټولنیز دودونه نه یوازې د دیني لارښوونو خلاف دي، بلکې د ټولنې پر اقتصاد هم منفي
اغېز لري او د خلکو ترمنځ اختلافات زیاتوي.
هغه ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت
له اصولو سره سم د ټولنیز ژوند تنظیم د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی او د دې ډول
فرمانونو عملي کول د ټولنې د اصلاح برخه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد فرمان د تطبیق لپاره د وزارت په کچه د
عملي ګامونو پر لارو چارو هم بحث شوی او ګډونوالو د دې پلي کېدو پر اهمیت ټینګار
کړی دی.