نصیراحمد فایق، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست دی، ویلي چې افغانستان هېڅکله د ظلم، استبداد او جهالت له لارې نه شي اداره کېدای.
هغه په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې د نجونو له زدهکړو او کار څخه
محرومول، د ملي او فرهنګي ارزښتونو سره مخالفت او د عدالتغوښتنې غږ خاموشول به
هېڅکله د مشروعیت لامل نه شي او واکمنان به د خلکو پر زړونو حکومت ونه کړي.
فایق، چې د اوسني حاکم نظام (طالبان) پر تګلارو انتقادي دریځ لري، ویلي چې د هېواد اداره باید د عدالت،
بشري حقونو او خلکو د بنسټیزو ازادیو پر اساس وي.
په همدې حال کې، په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر بندي خبریالانو د خوشې
کېدو غوښتنه هم شوې ده.
په دغو غوښتنو کې د شکیب نظری، حمید فرهادی او بشیر احمد هاتف نومونه
یاد شوي دي، چې د راپورونو له مخې له تېر کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
د غوښتنې له مخې، د خبریالانو نیول د بیان ازادۍ او بشري حقونو ښکاره
نقض بلل شوی او له نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې د هغوی د خوشې کېدو لپاره جدي
اقدام وکړي.