Search

طالبانو او ازبک پانګوالو ازبکستان ته د غوښو صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړي

News image
23 وری 1405 - 20:07

د طالبان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت د والي عبدالرحمانوف په مشرۍ له ازبک پانګوالو سره دې هېواد ته د غوښو صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو نن یکشنبه د یوې ناستې پر مهال د صادراتو د پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.

عمري په دې ناسته کې ویلي، چې ازبکستان ته د غوښو د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید په دې برخه کې پانګونه زیاته شي او معیاري مالدارۍ فارمونه جوړ شي.

سرچینې زیاتوي، چې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا هم هوکړه کړې ده.
افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کوي خپل کرنیز او مالداري محصولات د سیمې هېوادونو ته صادر کړي.

 ازبکستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په تدریجي ډول لوړېږي.

د راپورونو له مخې، ازبکستان ته د بسته‌ شوو غوښو صادرات د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د یوه رسمي تړون پر بنسټ پیل شوي او لا هم دوام لري، چې دا بهیر د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې لپاره مهم بلل کېږي.