Search

پوتین او پزشکیان د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړي؛ مسکو د منځګړیتوب پر دوام ټینګار کړی

News image
23 وری 1405 - 20:28

د ولادیمیر پوتین او د مسعود پزشکیان ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال د منځني ختیځ پر وروستیو تحولاتو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ویلي، چې پزشکیان د اسلام‌آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د ترسره شویو خبرو ارزونه شریکه کړې او د کړکېچ د کمولو په برخه کې یې د روسیه له دریځه مننه کړې ده.

نوموړي همداراز د ایران له خلکو سره د روسیې د بشردوستانه مرستو قدرداني کړې ده.

په ورته وخت کې، پوتین ټینګار کړی، چې هېواد یې چمتو دی د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د حل ملاتړ ته دوام ورکړي او د عادلانه او دوامدارې سولې لپاره به د منځګړیتوب هڅې جاري وساتي.

دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د ښه ګاونډیتوب اړیکې به لا پراخې کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې پزشکیان د عیسوي اختر په مناسبت پوتین او د روسیې ارتودوکس عیسویانو ته مبارکي هم ورکړې ده.