سعودي عربستان د عراق سفیره صفیه طالب سهیل په ریاض کې احضار کړې، څو د عراق له خاورې د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د ګواښونو په اړه وضاحت وغواړي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د حمل په ۲۳مه په یوه اعلامیه
کې ویلي، چې له بغداد څخه یې غوښتي د دغو ګواښونو او احتمالي بریدونو پر وړاندې
مسوولانه چلند وکړي او د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
د سعودي چارواکو ټینګار کړی، چې دا ډول ګواښونه نه یوازې د سعودي
عربستان، بلکې د ټولې سیمې امنیت ته جدي خطر پېښوي.
په جلا پېښه کې، د نایجیریا د پوځ الوتکو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې
د یوبې ایالت په یوه کلي کې پر بازار برید کړی دی.
ځايي چارواکي او اوسېدونکي وایي، چې دغه برید د شنبې په شپه د اسلامي
وسلوالو ډلو پر ضد د عملیاتو پر مهال ترسره شوی، خو له امله یې د لږ تر لږه ۲۰۰
کسانو د وژل کېدو وېره ښودل شوې ده.
د راپورونو له مخې، د پېښې د دقیقو تلفاتو شمېر لا هم روښانه نه دی.
په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان
او عراق ترمنځ اړیکې، سره له دې چې د ښه
کېدو په حال کې دي، خو د امنیتي اندېښنو له امله وخت ناوخت ترینګلې کېږي. ریاض په
ځلونو اندېښنه ښودلې چې د عراق له خاورې د وسله والو ډلو فعالیتونه او
د ډرونونو ګواښونه د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
بلخوا، نایجیریا له کلونو
راهیسې د وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول د سختدریځو اسلامپالو پر وړاندې جګړه کوي.
په دې هېواد کې د پوځ له لوري هوايي عملیات ځینې وخت د ملکي تلفاتو لامل شوي، چې
له امله یې د بشري حقونو بنسټونو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.