د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا سمندري ځواک به د هرمز تنګي د بندولو بهیر پیل کړي.
دا څرګندونې نوموړي وروسته له
هغې کړي، چې له ایران سره د سولې اوږدې خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې.
ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه “ټروټ سوشل” کې ویلي، چې امریکا به د هر هغه بېړۍ پر وړاندې اقدام کوي چې په
نړیوالو اوبو کې د ایران له لوري د تعرفې یا “تول” له ورکولو وروسته تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړې، چې امریکايي سمندري ځواک ته یې امر کړی څو د هرمز تنګي
کې د ایران له لوري د ایښوول شویو ماینونو د خنثی کولو او له منځه وړلو عملیات هم
پیل کړي.
د راپور له مخې، هرمز تنګی د نړۍ د نږدې ۲۰ سلنه انرژۍ د لېږد مهمه
لار ده، او د هر ډول بندېدو احتمال یې د نړیوال اقتصاد لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
په همدې حال کې، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې د هرمز
تنګي ته نږدې هر ډول پوځي حرکت به د اوربند د سرغړونې په توګه وګڼل شي او سخت ځواب
به ورکړل شي.
ټرمپ ویلي: «هر څوک چې پر موږ یا پر سوله ییزو بېړیو برید وکړي، له
سخت غبرګون سره به مخ شي.»
د راپورونو له مخې، له ایران سره د شاوخوا شپږو اوونیو جګړو د زرګونو
کسانو ژوند اخیستی، نړیوال اقتصاد یې اغېزمن کړی او د تېلو بیې یې لوړې کړې دي.