Search

پاکستان د اماراتو پور تر ادا کولو وروسته له سعودي عربستان او چین څخه مالي ملاتړ غواړي

News image
24 وری 1405 - 16:25

د بلومبرګ د راپور له مخې، وروسته له هغه چې  پاکستان اړ شو چې د متحده عربي اماراتو شاوخوا درې میلیارده ډالره پور بېرته ورکړي، اوس یې له سعودي عربستان او چین سره د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره خبرې پیل کړې دي.

د بلومبرګ د سرچینو په وینا، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه دی اخیستی، په دغو خبرو کې د څه باندې ۳.۵ میلیارده ډالرو پورونو او پانګونو امکانات هم شامل دي.

راپور زیاتوي، پاکستان د تېرو اوو کلونو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره ونه توانېد چې له اماراتو سره د پور د غځولو (رول اوور) هوکړه وکړي او تمه ده چې یاد پور د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي تر پای پورې بېرته ورکړي.

د راپور له مخې کارپوهان وايي، د دې پور ادا کول ښايي د پاکستان پر بهرنيو اسعارو زیرمو فشار زیات کړي، چې اوس مهال شاوخوا ۱۶ میلیارده ډالره دي او یوازې د درېیو میاشتو د وارداتو د پوره کولو وړتیا لري.

د پاکستان د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو، او همدارنګه د سعودي عربستان د رسنیو وزارت تر اوسه په دې اړه د نظر غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په همدې حال کې، د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري په ۲۱مه اسلام‌اباد ته سفر کړی، چېرته یې د لوړو پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي. دا لیدنه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د لوړې کچې خبرو کوربه‌توب وکړي.

د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې لیدنه کې له سعودي عربستان سره د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پراختیا په برخو کې د همکارۍ د پراخولو ژمنه بیا تازه کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو اقتصادي او امنیتي اړیکې پیاوړې شوې دي، په داسې حال کې چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې تر یوه بریده سړې شوې بلل کېږي. سعودي عربستان تازه ویلي، پاکستان د ګډ دفاعي تړون له مخې دغه هېواد ته جنګي الوتکې استولې دي، څو سیمه‌ییز امنیت پیاوړی کړي.

سره له دې، متحده عربي اماراتو په ښکاره ډول د خپل پور د بېرته غوښتلو لامل نه دی څرګند کړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام «یو عادي مالي تعامل» بللی او د سیاسي اختلافاتو اټکلونه یې کم‌اهمیته بللي دي.

پاکستان له چین سره هم نږدې اقتصادي اړیکې لري، چې تر ۲۵ میلیارده ډالرو ډېر پورونه ترې پاتې دي. دغه هېواد هڅه کوي د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز راتلونکی پړاو هم مخ ته یوسي، چې د «یو کمربند، یوې لارې» نوښت برخه ده او لومړنی پړاو یې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالره ارزښت درلود.

په جلا توګه، د پیسو نړیوال صندوق تېره میاشت له پاکستان سره لومړنۍ هوکړه کړې، څو د اووه میلیارده ډالرو پروګرام له مخې ۱.۲ میلیارده ډالره بله قسط ازاد کړي. پاکستان له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې څو ځله د دغه بنسټ مالي مرستې ترلاسه کړې دي.