د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د ولایتي ریاستونو د معلوماتو پر بنسټ وایي، د بارانونو له امله د رامنځته شویو پېښو د قربانیانو شمېر د ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل له ۶مې تر اوسه ۱۸۹ مړه او د ټپیانو شمېر ۲۵۳ ته لوړ شوی دی.
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، دغه شمېرې یې نن (دوشنبه، د
حمل ۲۴مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وړاندې کړې دي.
د هغه په وینا، په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰۰۳
کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۵۸۴۶ کورونه په جزوي ډول زیانمن شوي، ۱۵۸ دوکانونه
په بشپړ او جزوي ډول تخریب شوي او همدارنګه ۳۷۲ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي دي.
یاده اداره وایي، د زیانمنو شویو سیمو د سروې او مرستې رسونې چارې
روانې دي.