د طالبانو د غزني امنیه قومندانۍ وایي، په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
یادې قومندانۍ د دوشنبې په ورځ د حمل په ۲۴مه ویلي، لومړۍ پېښه تېر
ماښام د ګیلان ولسوالۍ د توره پوسته په سیمه کې د کابل–کندهار پر لویه لاره د یوه
موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
دوهمه پېښه نن (دوشنبه) سهار د آب بند ولسوالۍ کې د موټر او موټرسایکل
ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې په ترڅ کې یې دوه ښځې وژل شوې او دوه نور کسان ټپیان
شوي دي.
سرچینې د دواړو پېښو لامل بېاحتیاطي ښودلې ده