د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ازبکستان د اندیجان ولایت د والي شهرتبیک عبدالرحمانوف په مشرۍ کابل ته راغلي پلاوي له د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، دواړو لورو نن (دوشنبه) په یوه ناسته کې هره ورځ د ۱۰۰۰ ترانزیتي موټرانو د تګ راتګ، د سوداګرۍ د زیاتوالي، او په افغانستان کې د سمنټو او چرمي بوټونو د تولید پر پراختیا بحث کړی دی.
سرچینه زیاتوي، د یادو برخو د لا ښه همغږۍ او عملي کېدو لپاره دواړو لورو ځانګړې کمېټې هم جوړې کړې او یو بل ته یې ورپېژندلې دي.
د ازبکستان یاد پلاوی پرون کابل ته رسېدلی و، او د سفر موخه یې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول بلل شوي دي.