Search

تېره ورځ نږدې ۹۰۰ افغان کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوي

News image
25 وری 1405 - 08:44
کابل ټربیون - د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د طالبانو کمیسیون وایي، تېره ورځ (دوشنبه) له ایران او پاکستانه نږدې ۹۰۰ افغان کورنۍ راستنې شوې دي.
د دغه کمیسیون په خبره، دا کورنۍ له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راغلې دي.
له ایران او پاکستانه هر ورځ سلګونه افغان کورنۍ راستنیږي. پر ایران د امریکا او اسراییل تر بریدونو وروسته او له پاکستانه هم د طالبانو او دغه هېواد د وروستیو ترینګلتیاو له امله د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.
د تېرې یکشنبې په ورځ هم ۷۲۴ افغان کورنۍ له دغو هېوادونو راستنې شوې وې.