د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه شمېرل کېږي، چې لاملونه یې د کلونو جګړې، اقتصادي کمزوري او د بنسټیزو حقونو له منځه تګ بلل شوي دي.
یونیسف د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ میاشتې د وضعیت په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دغه ناورینونه دوام لري او د دې ادارې بشري مرستې هم ورسره روانې دي.
د راپور له مخې، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې څه باندې ۱۱.۶ میلیونه ماشومان دي. دا وضعیت د دوامداره بېوزلۍ، خوارځواکۍ، ناروغیو او د اساسي خدماتو د نشتوالي له امله نور هم خراب شوی دی.
یونیسف زیاتوي، چې د اقلیمي بدلون اغېزې، وچکالي، بېځایه کېدل او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو محدودول هم د خلکو پر ژوند فشارونه زیات کړي دي.
راپور ښيي، چې په هېواد کې شاوخوا ۳۹ سلنه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي او نږدې ۶۵ سلنه وګړي له څو اړخیزو محرومیتونو سره مخ دي، چې په کلیوالو سیمو کې دا کچه تر دې هم لوړه ده.
یونیسف همداراز ویلي، چې د روانو بحرانونو سره سره یې خپلې بشري هڅې پراخې کړې دي، چې په کې د ماشومانو تغذیه، روغتیايي خدمتونه، پاکې اوبه، زدهکړه او د ماشومانو ساتنه شامل دي.
دغه سازمان ټینګار کوي، تر هغه چې بنسټیز اقتصادي او ټولنیز ستونزې حل نه شي، افغانستان به د نړۍ له جدي بشري بحرانونو څخه پاتې وي.