د سمنګان ولایت د طالبانو سیمهییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او اووه نور ټپیان دي.
د سمنګان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني، ویلي چې دغه پېښه د ۱۴۰۵ کال د حمل په ۲۵مه، د سهشنبې په ورځ، د شپې شاوخوا یوه بجه د بلخ–کندز پر لویه لاره، د خلم ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، پېښه د یوه هینو ډوله موټر او د ګازو د ټانکر ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې په پایله کې د ټانکر چلوونکی وژل شوی او د هینو موټر چلوونکی له شپږو سپرلیو سره ټپیان شوي دي.
رحماني زیاته کړې، چې په دې پېښه کې شاوخوا ۵۰ رأسه څاروي هم له منځه تللي او ټپیان د ژغورنې د ډلو له لوري یو روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د هغه په خبره، د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او له ټاکلي سرعته تېری و.