د پنجشېر ولایت د طالبانو د والي ویاند وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۷ ډوله قیمتي ډبرو د استخراج لپاره د جوازونو وېش پیل شوی دی.
د پنجشېر د طالبانو د ولایت مقام ویاند، سیفالدین لټون، رسنیو ته
ویلي چې په دغو ډبرو کې یاقوت، زمرد، عقیق، ګرین ګارنټ، امترین، کریسټال، سیټیرین،
اونتورین، پراسولیټا، کوارټز، کلسیدوني، تورمالین، میکروکلین، مونسټون او نورې
قیمتي ډبرې شاملې دي.
د هغه په وینا، یاد کانونه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له
خوا د پنجشېر په مرکز بازارک ښار او د عنابه، رخه، حصه اول، افشار، دره او پریان
ولسوالیو کې تثبیت شوي دي.
لټون زیاته کړې، چې د دغو کانونو استخراج به سلګونو کسانو ته د کار
زمینه برابره کړي.