Search

په بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي

News image
25 وری 1405 - 21:28

په بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

سرچینو ویلي، چې دغه پېښه د ۱۴۰۵ کال د حمل په ۲۵مه، د سه‌شنبې په ورځ، د فیض‌آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند د «سید بایي» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې یو تونس ډوله موټر له سړکه منحرف شوی دی.

د سرچینو په وینا، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او هغوی د ځایي اوسېدونکو په مرسته د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.