په قطر کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د دوی سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې د سفارت له شارژدافیر فابریس سیباستین سره په دوحه کې لیدلي دي.
د طالبانو د سفارت په وینا، دغه لیدنه د تېرې سه شنبې په ورځ د حمله
په ۲۵مه ترسره شوې او په کې د افغانستان او فرانسه ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، د
هېواد پر اوسني سیاسي وضعیت، د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، سوداګریزو او
اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په فرانسه کې د افغان اتباعو لپاره د قونسلي
خدمتونو، د دغه هېواد د بشري مرستو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم د
نظرونو تبادله شوې ده.