Search

طالبان: په یوه ورځ کې له ۹۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

News image
26 وری 1405 - 08:33

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې په تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له ۹۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۷۰۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۰۹ کورنۍ د سپین‌بولدک له مسیر، ۵۶ کورنۍ د پل ابریشم له لارې او ۳۴ کورنۍ د اسلام‌قلعه له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

تر دې وړاندې هم ۸۶۸ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې وې.

په وروستیو کلونو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ ګڼ شمېر کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي.