د اسوشېټډ پرېس د راپور له مخې، اوکراین او جرمني د دفاعي همکارۍ یوه لویه هوکړه لاسلیک کړې، چې هدف یې د جګړې په ډګر کې د روسیېپر وړاندې د اوکراین ملاتړ پیاوړی کول دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي، دواړه هېوادونه د ډرونونو، توغندیو، سافټویر او نورو عصري دفاعي سیستمونو د ګډ تولید په برخه کې عملي ګامونه پیل کړي دي. هغه دا څرګندونې په برلین کې د جرمني له صدراعظم فریدریش مېرتس سره په ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.
زیلنسکي ویلي: «موږ جرمني ته د ډرونونو د دوهاړخیزې هوکړې وړاندیز کړی... زموږ ټیمونه عملي کار پیلوي.»
مېرتس بیا ویلي، د برلین دوامداره ملاتړ مسکو ته «روښانه پیغام» دی او زیاته کړې یې ده: «موږ به د اوکراین د دفاع په هڅو کې شاته نه شو.»
د یادې هوکړې له مخې، د شاوخوا ۴ میلیارده یورو په ارزښت د دفاعي ملاتړ بسته هم شامله ده، چې د اوکراین د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره د میخایلو فیدوروف په وینا، د سلګونو امریکايي جوړو شویو “پټریوټ” توغندیو پېرودل پکې شامل دي.
زیلنسکي ویلي، اوکراین د پوځي تولید ظرفیت لري، خو کافي تمویل نه لري او د اروپايي ټولنې د ۹۰ میلیارده یورو پور اړتیا ورته جدي ده، چې تر دې وړاندې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان د مخالفت له امله ځنډېدلی و.
دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د امریکا په مشرۍ د سولې هڅې ورو شوې دي، خو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکايي استازې ټامي بروس ویلي، واشنګټن لا هم د جګړې د سیاسي حل لپاره ژمن پاتې دی.
اوسمهال روسیه د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري، په ګډون د کریمیا ټاپووزمه.
سره له روانو ستونزو، لوېدیځ چارواکي وایي اوکراین په وروستیو کې د جګړې په ډګر کې پرمختګونه کړي او د روسي ځواکونو ځینې بریدونه یې ګډوډ کړي دي.
په همدې حال کې، روسي بریدونو هم دوام کړی او په ختیځ او جنوبي اوکراین کې د توغندیو او ډرونونو په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.