د ملګرو ملتونو د ښځو اداره ویلي، یوازې اوسمهال ۱۷ سلنه هغه افغانې ښځې چې له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي، عاید لري.
په یوه نوي راپور کې چې «له راستنېدو وروسته: د افغانو ښځو د معیشت بیا رغونه» تر عنوان لاندې خپور شوی، ویلي چې ډېری ښځې او نجونې له بهرنیو هېوادونو څخه پرته له سرچینو، شتمنیو او ملاتړ څخه په ناڅاپي ډول هېواد ته ستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، د افغانستان روان اقتصادي بحران او د ښځو لپاره محدودو فرصتونو د دې لامل شوی چې راستنېدونکو ښځو ته د خپل ژوند بیا رغونه او مالي خپلواکي ترلاسه کول لا سخت شي.
د راپور له مخې، د وسایلو، تجهیزاتو او بازارونو ته د لاسرسي نشتوالی هغه مهم عوامل دي چې ښځې د عاید ترلاسه کولو څخه محروموي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې په دې برخو کې پانګونه کولای شي د معیشت فرصتونه په څرګند ډول ښه کړي.
که څه هم عاجلې بشري مرستې مهمې بلل شوې دي، راپور ټینګار کوي چې اوږدمهاله حللارې لکه د کار فرصتونو ته لاسرسی، مالي خدمتونه او د مهارتونو روزنه اړینه ده.
راپور خبرداری ورکړی چې د دې ملاتړ پرته، راستنېدونکې افغانې ښځې د بېوزلۍ، استثمار او زیانمنو چلندونو له لوړو خطرونو سره مخ کېږي.
یادې څېړنې همدارنګه د ښځو د اقتصادي ګډون پر وړاندې جوړښتي خنډونه په ګوته کړي او د ادغام د ښه کولو او له کوربه ټولنو سره د ټولنیزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره یې پر شواهدو ولاړې سپارښتنې وړاندې کړې دي.