د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي، چې په تاشکند کې د منځنۍ اسیا د نړیوال انسټیټیوټ سره په ګډه ناسته کې ګډون کړی، چې تمرکز یې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو پر راتلونکي او پراختیا و.
په دې ناسته کې د «منځنۍ اسیا–افغانستان مشورتي خبرې: د دوهاړخیزو او څو اړخیزو همکاریو راتلونکی څه دی؟» تر عنوان لاندې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا، اقتصادي نښلونې او د «منځنۍ اسیا–افغانستان» چوکاټ د پراختیا پر بېلابېلو لارو چارو بحثونه شوي دي.
د عبدالحی قانت په وینا، د سیمې د اړیکو لپاره عملي او اقتصادمحوره تګلاره مهمه ده او د کارپوهانو کچې خبرې د راتلونکو همکاریو په جوړښت کې اساسي رول لري.
ګډونوالو د سیمهییزو همکاریو د لا ژورولو، د کارپوهانو د تبادلې د پراخولو او د ګډو نوښتونو د پیاوړتیا ژمنه کړې، چې هدف یې د سیمې ثبات او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.