د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې چین د افغانستان د سېلاب ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
د یادې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرسته د چین د سفارت مرستیال بائو شوهی له لوري د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور ته سپارل شوې ده.
د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې په وینا، دا مرسته به د هغو کورنیو لپاره ولګول شي چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.
چین مخکې هم له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې مرسته کړې او ویلي یې دي چې دا ډول ملاتړ به دوام ولري.