په جوزجان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان په کهلک سیمه کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د یادې قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، دا پېښه نن چهارشنبه
سهار رامنځته شوې او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.
د هغه په وینا، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم، خو د عاملینو د
نیولو هڅې روانې دي.
د قومندانۍ د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس غیبالله نومېږي، د پیرنظر
زوی و او ۵۲ کاله عمر یې درلود.