د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هغه افغانې ښځې چې د طالبانو له واکمنۍ په تېښته دي، په برېتانیا کې ورځ تر بلې له پناه غوښتنې بېبرخې کېږي.
د دې سازمان د راپور له مخې، چې د «جندر عمل د سولې او امنیت لپاره» شبکې په همغږۍ خپور شوی، د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه له ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۷۰ افغان ښځې او نجونې د پناه غوښتنې څخه رد شوې دي.
راپور زیاتوي، هغه پالیسۍ چې د کډوالۍ د «کنټرول» په نوم وړاندې کېږي، په اصل کې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره طرحه شوې دي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې چې د طالبانو له محدودیتونو تښتي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې ښځې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې پکې د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون بندیزونه شامل دي او ډېری یې د سزا له وېرې خپلو کورونو ته محدودې شوې دي.
د کارلا مکلارن په وینا، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ له بدو ځایونو څخه دی او ښځې په سیستماتیک ډول له بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي.
هغې زیاته کړې، «په داسې حال کې چې طالبان خپل محدودیتونه زیاتوي، دلته د خوندیتوب ترلاسه کوونکو ښځو شمېر کمېږي، چې دا د توجیه وړ نه ده.»
راپور همداراز د برېتانیا د پناه غوښتنې پر سیستم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اوسني پرېکړې ښځې له جدي خطرونو سره سره له خوندیتوبه بېبرخې کوي.
بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، که دا وضعیت دوام وکړي، نو ښځې به د بېوزلۍ، ناڅرګند برخلیک او نورو جدي خطرونو سره مخ شي.
دغه سازمان له برېتانیا غوښتي چې د کورنیو د یوځای کېدو لارې بېرته فعالې کړي، محدودوونکې پالیسۍ لغوه کړي او د ښځو او نجونو لپاره خوندي لارې پراخې کړي.