د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په ټیلیفوني خبرو کې د فارس خلیج او د هرمز تنګي کې د امریکا د «تحریکوونکو» اقداماتو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نړیوالو او ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغه ټیلیفوني خبرې په هماغه ورځ ترسره شوې دي او پکې ایراني چارواکي د سیمې په مهمو سمندري لارو کې د امریکا د پوځي تحرکاتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
عراقچي ټینګار کړی چې په دغو سیمو کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل کولی شي وضعیت «لا پېچلی» کړي او د سیمې د ثبات لپاره مستقیم ګواښ وګڼل شي.
بل لور ته، وانګ يي د کړکېچونو پر مهال د ایران د خلکو د «مقاومت» ستاینه کړې او د ډیپلوماټیکو حللارو څخه د چین پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
هغه همدارنګه د بېجینګ چمتووالی ښودلی چې د خبرو اترو د پرمخ وړلو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرسته وکړي.