Search

لغمان کې د کور نړېدو پېښه؛ یوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه ټپیان دي

News image
27 وری 1405 - 09:47

په لغمان ولایت کې د یوه کور د نړېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د لغمان د طالبانو د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن پنج شنبه د حمل په ۲۷مه ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د یاد ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ اړوند په دولت‌شاه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، پېښه تېره شپه په یوه څلور منزله کور کې شوې، چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمن شوی و.

سرچینه زیاتوي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

راپورونه ښيي چې یاد کور تر دې مخکې د سختو بارانونو له امله زیانمن شوی و.

پرله‌پسې بارانونو په ځینو سیمو کې د کمزورو کورونو د نړېدو خطر زیات کړی او د اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته کړې دي.