د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش وايي، چې نړیوال اقتصادي او مالي نظام په ژوره توګه ناعادلانه دی او د بنسټیزو اصلاحاتو اړتیا لري.
نوموړي دا څرګندونې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډيسي کې د «قرض اخیستونکو پلېټفارم» د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
ګوټېرېش ټینګار کړی چې د اوسني نظام د نابرابرۍ ریښه د نړیوال مالي جوړښت په ځواک وېش کې ده، او هغه هېوادونه چې پخوا یې پر دې جوړښت تسلط درلود، د عدالت راوستونکو بدلونونو پر وړاندې مقاومت کوي.
هغه د دغه نوي پلېټفارم جوړول یو «تاریخي ګام» بللی او ویلي یې دي چې دا به د پرمختیایي هېوادونو لپاره د همغږۍ، د تجربو د شریکولو او په مالي خبرو اترو کې د ګډ غږ د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، په داسې حال کې چې پور ورکوونکي هېوادونه منظم جوړښتونه لکه «پاریس کلب» او «لندن کلب» لري، پور اخیستونکي هېوادونه تر اوسه له داسې ګډ چوکاټه بېبرخې پاتې شوي دي.
ګوټېرېش خبرداری ورکړی چې ډېری پرمختیایي هېوادونه د پور په کړیو کې بند پاتې دي او د خپلو ملي عوایدو لویه برخه د پورونو په بېرته ادا کولو لګوي، چې دا کار د روغتیا، ښوونې، زیربناوو او ټولنیزو خدماتو لپاره د پانګونې سرچینې کموي.
هغه زیاته کړې چې پرمختیایي هېوادونه په اوسط ډول له پرمختللو هېوادونو څخه دوه چنده زیات د پور سود ورکوي، او په ځینو افریقایي هېوادونو کې دا کچه تر درې چنده هم رسېږي.
ګوټېرېش همدارنګه ویلي چې نن ورځ میلیاردونه خلک په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې د پورونو د خدمت لګښت پکې د روغتیا او تعلیم له لګښتونو لوړ دی، چې دا وضعیت د پایدارې پراختیا پر وړاندې جدي ستونزې جوړوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د دې پلېټفارم موخه د پور اخیستونکو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا، د شفافیت زیاتوالی، د پور مدیریت ښه کول او په نړیوال مالي نظام کې د ګډ غږ رامنځته کول دي.
هغه ټینګار کړی چې دا نوښت په یوازیتوب سره ټولې ستونزې نه شي حل کولی، خو د عادلانه نړیوال مالي نظام پر لور یو مهم ګام کېدای شي.