Search

د نامعلومو کسانو په سمنګان یو ۳۵ کلن سړی وژلی دی

News image
27 وری 1405 - 11:12

په سمنګان ولایت کې یو ۳۵ کلن سړی د نامعلومو وسله ‌والو په ډزو وژل شوی دی.

د سمنګان د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د اکراباد سیمې په یوه کور کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس فتح‌الله د محمد اشرف زوی او د سمنګان ولایت اوسېدونکی و، چې د نامعلومو کسانو له خوا په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.

د امنیه قوماندانۍ په وینا، بریدګرو د کلاشینکوف په وسیله څو ډزې کړې او دغه کس یې ځای پر ځای وژلی دی.

سرچینه زیاتوي، فتح‌الله په یو سرا کې د ساتونکي په توګه کار کاوه او تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.

همدارنګه ویل شوي چې د پېښې سیمه د جنایي جرمونو د ټیم له لوري څېړل شوې او د عاملینو د پېژندلو لپاره لومړنۍ تحقیقات پیل شوي دي.

مسؤلین وايي، تر اوسه څوک د دې قضیې په تړاو نه دي نیول شوي، خو د عاملینو د پېژندنې او نیونې هڅې روانې دي.