Search

بې پولې ډاکټران: په ۲۰۲۵ کې په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته بې‌ ساري اړتیا ثبت شوې

News image
27 وری 1405 - 12:10

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې په سلګونو زره بېړني او حیاتي روغتیايي خدمات وړاندې کړي، چې د هېواد د روغتیايي اړتیاوو لوړه کچه ښيي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې په ټولنیزه شبکه «ایکس» خپره شوې، ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې یې ټیمونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو له لارې پراخ خدمات ترسره کړي دي.

د ورکړل شویو شمیرو له مخې، د بې پولې ډاکټرانو سازمان په ۲۰۲۵ کال کې ۴۱۷،۳۹۵ بېړنۍ طبي مشورې، ۱۵۱،۸۲۲ د بهرنیو ناروغانو معاینات او ۱۱۵،۴۲۲ د بستر ناروغانو داخلې ثبت کړې دي.

همدارنګه، په دغه موده کې ۵۳،۹۷۱ زېږونونه د روغتیايي کارکوونکو په مرسته ترسره شوي، ۳۲،۹۳۱ د جدي پاملرنې داخلې ثبت شوې او ۳۱،۶۲۰ د شري ناروغانو درملنه شوې ده.

په نورو خدماتو کې ۱۶،۹۵۶ جراحي عملیات، ۹،۳۸۸ د تغذیې د داخلې مرکزونو داخلې، ۳،۲۱۳ سیزرین عملیات او ۳،۱۶۶ ماشومان د بهرني تغذیې پروګرامونو کې شامل شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې خدمات یې د بلخ، کندز، بامیان، کابل، کونړ، خوست، هرات، هلمند او کندهار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې وړاندې شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اړمنو خلکو ته خپلو روغتیايي مرستو ته دوام ورکوي.