Search

ملګري ملتونه : په افغانستان کې زرګونه کورنیو خپل کر له کوکنارو څخه قانوني کښتونو ته اړولی دی

News image
27 وری 1405 - 13:39

د ملګرو ملتونو د نشه ‌یي توکو او جرمونو پر ضد دفتر وايي، چې د یوې نړیوالې پروژې له لارې یې له لسګونو زرو افغان کروندګرو سره مرسته کړې، څو د کوکنارو له کر څخه قانوني حاصلاتو ته مخه کړي.

دغه پروګرام، چې د ایټالیا په ملاتړ پلي کېږي، د کروندګرو لپاره د عاید قانوني او دوامدارې سرچینې رامنځته کولو په موخه کار کوي.

د د ملګرو ملتونو د نشه ‌یي توکو او جرمونو پر ضد ادارې د معلوماتو له مخې، په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت په ختیځو سیمو کې کروندګرو د کوکنارو پر ځای د لیمو، مالټو او دانو کښت ته مخه کړې ده.

یاد دفتر ویلي، چې د بدیلو معیشتونو پروګرام یې د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر پایه په نهو ولایتونو کې عملي شوی او له ۴۷،۳۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته یې ملاتړ برابر کړی دی.

مخکنۍ شمېرې ښيي، چې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې له ۶۰ زرو څخه زیات کسان په ۲۰ ولایتونو کې له دې پروګرامه برخمن شوي، چې نږدې نیمایي یې ښځې وې.

د راپور له مخې، په دې پروګرام کې کروندګرو ته روزنه، کرنیز توکي، نوې ټکنالوژي او بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې، څو هغوی وکولای شي قانوني معیشت ته واوړي.

د ملګرو ملتونو د نشه ‌یي توکو او جرمونو پر ضد ادارې ټینګار کړی چې دا نوښت د کلیوالي اقتصاد په پیاوړتیا، د ښځو د عاید په زیاتېدو او په افغانستان کې د ناقانونه کښتونو پر کمولو کې مهم رول لري.