Search

طالبانو په ننګرهار او بامیان کې یوې ښځې او یو سړي ته تعزیري دُرې ورکړې

News image
27 وری 1405 - 14:05

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په ننګرهار او بامیان ولایتونو کې یې یوې ښځې او یو سړي ته د بېلابېلو تورونو له امله تعزیري دُرې ورکړې دي.

د یادې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په ننګرهار ولایت کې یوه ښځه د «له کوره تېښتې» او «له واده بهر اړیکې» په تور په یو کال او شپږو میاشتو بند او ۳۹ دُرو محکومه شوې وه، چې دغه حکم د سترې محکمې له تأیید وروسته پرې عملي شوی دی.

همداراز، په بامیان ولایت کې یو سړی د «شرابو د تولید» په تور په دوه کاله بند او ۳۹ دُرو محکوم شوی و، چې د سترې محکمې له تأیید وروسته پرې دغه تعزیري سزا تطبیق شوې ده.

طالبانو ویلي، چې دواړه حکمونه د دوی د محکمو د پرېکړو له مخې صادر او عملي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د بدني مجازاتو لکه تعزیري دُرو د پلي کېدو موارد زیات شوي دي.

په همدې موده کې د طالبانو محکمو په بېلابېلو ولایتونو کې د غلا، زنا، د الکولي مشروباتو د تولید او استعمال په ګډون د بېلابېلو تورونو په تړاو کسان د بند او تعزیري دُرو په سزا محکوم کړي دي.

که څه هم د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو بنسټونو بیا بیا د دغو مجازاتو پر پلي کېدو نیوکې کړې او دا یې د بشري حقونو او نړیوالو معیارونو خلاف بللي دي.