د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو تر ۷۰ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي.
اوچا پر اېکس (X) کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دغو سېلابونو له امله ګڼ کورونه ویجاړ شوي او خلکو ته بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی هم ګډوډ شوی دی.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو بشري شریکان د اغېزمنو کسانو لپاره د بېړنیو او ژغورونکو مرستو د پراخولو په حال کې دي، خو ټینګار یې کړی چې د خلکو اړتیاوې لا هم پراخې او جدي دي.
د اوچا په وینا، د بشري مرستو دوام د اغېزمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره حیاتي دی.
تر دې وړاندې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې هم ویلي وو، چې د وروستیو سېلابونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.