بلو نیوز راپور ورکړی، چې طالبان د افغانستان له فضایي حریم څخه د نړیوالو الوتنو د تېرېدو له لارې هر کال لسګونه میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي.
د راپور له مخې، د منځني ختیځ په روانو جګړو او ترینګلتیاوو او همدارنګه په ځینو سیمو کې د هوايي حریم محدودیتونو له امله، د هغو الوتنو شمېر چې د افغانستان له فضا تېرېږي، په څرګند ډول زیات شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې طالبان د زرګونو نړیوالو الوتنو له تېرېدو څخه هر کال لسګونه میلیونه ډالر عاید تر لاسه کوي، حال دا چې په افغانستان کې د هوايي ترافیک بشپړ کنټرول خدمات نه وړاندې کېږي.
د معلوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ الوتنې د افغانستان له فضایي حریم څخه تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله نږدې پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
د دې زیاتوالي اصلي لامل د نړیوالو الوتنو د مسیر بدلون بلل شوی، چې د نورو سیمو د هوايي حریم د محدودیتونو له امله رامنځته شوی دی.
راپور زیاتوي، چې طالبان له هرې الوتکې شاوخوا ۷۰۰ امریکايي ډالر د تېرېدو فیس اخلي، چې پر همدې بنسټ، د دې ترانزیټي مسیر عاید په اوونۍ کې نږدې ۱.۴ میلیونه ډالرو او په کال کې تر ۷۰ میلیونه ډالرو اوړي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د هوايي ترافیک د اغېزمن کنټرول سیستم نشتون امنیتي اندېښنې هم زیاتې کړې دي. د راپور له مخې، په اوسنیو شرایطو کې پیلوټان اړ دي چې په خپله له یو بل سره مستقیمه همغږي وکړي او د الوتنو معلومات په غیرمتمرکز ډول تبادله کړي.