Search

د هرمز تنګي په اړه د ټرمپ له نیوکو وروسته؛ د استرالیا لومړي وزیر د امریکا د نوې غوښتنې ګنګوسې رد کړې

News image
28 وری 1405 - 11:51

الجزیره شبکې راپور ورکړی، چې د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، متحده ایالاتو د هرمز تنګي په اړه د مرستې لپاره کومه نوې غوښتنه نه ده کړې، دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر استرالیا نیوکې کړې وې.

د راپور له مخې، ټرمپ تر دې وړاندې په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي وو، چې له استرالیا څخه “خوښ نه دی” او ادعا یې کړې وه، چې دغه هېواد د هرمز تنګي اړوند د مرستې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په ځواب کې، البانیز د جمعې په ورځ ویلي، چې “هیڅ نوې غوښتنه نه ده شوې” او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ خپله د ایران اړوند وضعیت اداره کوي.

د استرالیا چارواکو مخکې تایید کړې وه، چې واشنګټن تېره میاشت د خلیجي هېوادونو د دفاع لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه، چې له امله یې کینبرا د E-7 ویجټیل څارنیزه الوتکه او توغندي د متحده عربي اماراتو د ساتنې لپاره استولي وو.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټرمپ په پراخه کچه پر خپلو متحدینو او د ناټو پر ائتلاف نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د ایران اړوند د امریکا د اقداماتو لپاره کافي ملاتړ نه کوي.

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو د نفتو د لېږد لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړۍ د تېلو د عرضې لویه برخه ترې تېرېږي. په سیمه کې روانې ترینګلتیاوې د انرژۍ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د امریکا پر متحدینو فشارونه ډېر کړي، څو د سیمې د دفاعي هڅو برخه شي.