رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره روانه هوکړه وروستۍ شي، ښايي د دې تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته سفر وکړي.
د راپور له مخې، ټرمپ د پاکستان د مشرتابه په ستایلو سره ویلي، که دا هوکړه په اسلاماباد کې لاسلیک شي، امکان لري چې دی په خپله هم دغه هېواد ته ولاړ شي.
ټرمپ ادعا کړې، چې تهران “نږدې له ټولو مواردو سره” موافقه کړې ده.
هغه همداراز ویلي، چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ موقتي اوربند، چې د پای ته رسېدو په درشل کې دی، وغځوي، خو ټینګار یې کړی چې کېدای شي هېڅ اړتیا ورته نه وي.
په راپور کې راغلي، چې ټرمپ پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي، ادعا کړې چې ایران منلې ده له هغو غنيشوو یورانیمو زیرمو تېر شي، چې د هغه په وینا د امریکا او اسرائیل د تېر کال له بریدونو وروسته پاتې دي.
هغه زیاته کړې، چې د امریکا هدف دا دی، چې داسې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې ایران خپل اټومي پروګرام پرېږدي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي او د خبرو اترو فضا لا هم نازکه بلل کېږي.