Search

پنټاګون: له افغانستانه د وتلو د ارزونې د مرکو اصلي پړاو بشپړ شو

News image
28 وری 1405 - 13:43

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي، هغه ځانګړې کمېټه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي، د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو اصلي پړاو بشپړ کړی دی.

د دې وزارت د اعلان له مخې، د یادې ارزونې په چوکاټ کې د افغانستان جګړې پورې اړوند له ۹ میلیونو څخه ډېر اسناد ارزول شوي دي.

د دغې کمېټې مشر شان پارنل ویلي، دا بهیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه پیل شوی او هدف یې د معاصر تاریخ تر ټولو «هراړخیزه پوځي ارزونه» ترسره کول دي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، چې په دې بهیر کې له لسګونو لوړپوړو قومندانانو سره مرکې شوې دي، چې پکې په افغانستان کې د پخوانیو عملیاتو مسوولین او نور امریکایي پوځي چارواکي شامل دي.

د اعلامیې له مخې، دې کمېټې له مهمو څېرو سره مرکې کړې دي، چې پکې جنرال ډېوېډ برګر، جنرال کریسټوفر ډوناهیو، جنرال الکسوس ګرینکویچ، جنرال فرانک مکینزي جونیور، جنرال آسټن مېلر، جنرال مارک مېلي او جنرال جېمز مېنګوس، د یو شمېر نورو لوړپوړو افسرانو او ملکي چارواکو ترڅنګ شامل دي.

شان پارنل ټینګار کړی، چې د دغو مرکو ترڅنګ د بېلابېلو ادارو او د امریکا دفاع وزارت له ارشیفونو څخه هم میلیونونه اسناد ارزول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پخوانۍ ارزونه چې د امریکا د دفاع پخواني وزیر لوېډ آسټن تر مشرتابه لاندې ترسره شوې وه، یوازې شاوخوا درې زره اسناد په بر کې نیولي وو او د لوړې کچې د محرمیت له امله ډېر مهم معلومات عامو خلکو ته نه وو وړاندې شوي.

پنتاګون ویلي، د دې ارزونې موخه دا ده چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې (اګست ۲۰۲۱) پېښو او د افغانستان د پخواني حکومت د چټک سقوط لاملونو په اړه «روڼ او بې‌پرده» راپور وړاندې کړي.

یاده کمېټه هڅه کوي، چې د پرېکړو نیولو په بهیر کې شته کمزورۍ وپېژني او په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.

د دې کمېټې مشر زیاته کړې، چې د ارزونې بهیر لا هم روان دی او راټول شوي اسناد له پخوانیو ارزونو سره پرتله کېږي.

تمه ده، چې د دې کمېټې وروستی راپور په راتلونکو میاشتو کې خپور شي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالي ارزونه، د دې بهیر پر څرنګوالي د پراخو نیوکو، د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ځانګړی اهمیت موندلی دی.