Search

بریتانیا کې پر افغان پخواني ځانګړي سرتېري برید؛ د سر سخت ټپ له امله روغتون ته لېږدول شوی

News image
28 وری 1405 - 15:08

بي‌بي‌سي راپور ورکړی، چې یو افغان پخوانی ځانګړی سرتېری په بریتانیا کې د رېل‌ پټلۍ په یوه تم ځای کې د برید له امله د سخت دماغي ټپ وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

د راپور له مخې، ۳۹ کلن نور عزیز احمدزی تېره میاشت د وېموټ تم ځای کې د امنیتي ساتونکي په توګه دندې پر مهال له یوې پېښې وروسته بې‌هوښه شوی و او وروسته د هوا له لارې روغتون ته انتقال شو. طبي معایناتو ښودلې، چې هغه د مغزو وینه‌بهېدنه تجربه کړې ده.

د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو ویلي، چې د دې پېښې په تړاو دوه ۱۷ کلنې نجونې نیول شوې وې، خو وروسته د څېړنو تر دوام پورې خوشې شوې دي.

احمدزی، چې پخوا یې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې، اوس بېرته په هوش راغلی، خو د بشپړې روغتیا لپاره اوږد درملیز بهیر ته اړتیا لري. د هغه پخوانۍ مېرمن جورجیا مورس ویلي، دا پېښه ورته ټکان ورکوونکې ده او دا یې ډېره اندېښمنه کړې ده.

هغه په پوځ کې د پام وړ سابقه لرله؛ په بریتانیا کې یې د افسرۍ زده کړې کړې وې او د ترهګرۍ ضد یوه قطعه کې د مرستیال قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه. نوموړی په څو مهمو پېښو کې هم ښکېل و، چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د کابل د انټرکانټیننټل هوټل برید او د ۱۳۹۹ لمریز کال د کابل پر یوه زېږنتون برید پکې شامل دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، احمدزی د بریتانیا له خوا د بیا مېشتېدو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته ولېږدول شو، ځکه چې هغه له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و.

سره له دې مخینې، د هغه کورنۍ وایي، چې نوموړی د ځینو پخوانیو سرتېرو له خیریه بنسټونو څخه د ملاتړ مستحق نه دی بلل شوی، ځکه چې هغه په رسمي ډول د بریتانیا په پوځ کې خدمت نه دی کړی.

د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو ویلي، څېړنې لا هم روانې دي او له شاهدانو یې غوښتي، چې له دوی سره معلومات شریک کړي، او زیاته کړې یې ده، چې د قرباني کورنۍ ته ملاتړ برابر شوی دی.