Search

په کندوز او میدان وردګو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه شوي

News image
28 وری 1405 - 16:11 خالد حمیدزوی

د کندوز ولایت په امام صاحب او د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسولۍ کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله یولس کسانو ژوند بایللی دی.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د کندوز ښار او امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ پر عمومي سړک د دوو موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه شوې چې له امله یې شپږ کسان مړه شوي.

د راپور له مخې، د امنیې قوماندانۍ ویلي چې په مړه شویو کسانو کې دوه ښځې هم شاملې دي. لومړني معلومات ښيي چې پېښه د دواړو موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او یو بل سخت ټپي شوی دی. د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ ويلي، چې پېښه تېره شپه د عزیز کلا په سیمه کې د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې. ټپي روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.